ښه راغلی!
استړی مشی! ډای وینر ولکششولن(Die Wiener Volkshochschulen)
ډای وینر ولکششولن(Die Wiener Volkshochschulen) (VHS) په اتریش کې ترټولو لوی د پوخ خلکو لپاره زده کړه سنبالوونکی اداره ده او په ټول ویینا (Vienna) کې اوس ۵۰ ځایونه لري. ۱۶ولکششولن (Volkshochschulen)، ۸ځانګړۍ موسسې او ۱۴د پیښې ساحات د ویینا (Vienna) خلوکو لپاره یو بل سره ژوند کولو په خاطر مهم نظم جوړوي. د ولکششولن (Volkshochschulen) وظیفه دا ده چې دټولو خلکو لپاره زده کړه تر لاسه کولو په خاطر اسانتیاوې برابروي. ځکه چې بې لحاظه وړاندینی زده کړه ، د ټولنیز موقعیت یا زمینه د وی ایچ اس (VHS) په کورسونو کې حاضرکېدی شي.
د۱۶ولکششولن (Volkshochschulen) په پروګرامونو کې، تاسې هر کال په بېلابېلو منطقوکې د ۲۰۰۰۰نه زیات کورسونه، ورکشاپونه او روزنیز کورسونه مومئ. دغه منطقې دا دي:
ژبې
اساسی زده کړه او لوړو زده کړو ته رسېدل
اقتصاد او د شخصی انکشاف
د معلوما تو تکنالوژی (IT) او د خبری رسنیو تکنالوژي
طبعیت او چاپیریال
فن او کلتور
سیاست او ټولنه
ښه شته والی اود طبیعی تمرین
ماشومان او مور او پلار
د ۸ ځانګړۍ موسسې په لاندینی منطقوکې خپل ماهرانه پوهه وړاندې کوي: چاپیریال پوهنه، ریسایکلنګ، نجوم، فمینیسم،هنر، فیلم، د یهودی کلتور او د اتریش د پوخ زده کړې تاریخ.
د ۱۴پیښې ساحات د ۸۰-۷۰۰ خلکو لپاره دبیلابېلو اندازې ځایونه یعنی دکلتوری پیښو لپاره، بحثونو او کنفرانسو لپاره وړاندې کوي. د ولکششولن (Volkshochschulen) دزده کړو پیښو لپاره، دغه ځایونو په کار اچوي. او خصوصی کسان او همداسی شرکتونه خپل مقاصد لپاره دغه ځایونه په کرایه کړای شي.
د کږیدو قابلیت، متدولوژی د روش تنوع او د موثر ملاتړ د وینر ولکششولن(Wiener Volkshochschulen) د زده کړو د پروګرامونواصل تشکیلوی. د نخښې ډلې ټول خلک ، چې په ویینا کې ژوند کوي او کارکوي، د دولتی موسسات، او همداسی انجمن او شرکتونه دي. د وینر ولکششولن(Wiener Volkshochschulen) کارلپاره پیسې د ویینا ښار او همداسې د شرکت کوونکو د کورس فیس لخوا ورکول کېږي. په بل مراجعه کوونکو کې د اتریش دزده کړو وزارت، د اروپای ټولنیز صندوق، د اتریش د خلکو د استخدام خدمت او همداسې بل موسسي شمولیت لري.
ډای وینر ولکششولن(Die Wiener Volkshochschulen) د خلاص، خپلواک او عادلانه ټولنه مدافع – دلته ټولو خلکو لپاره د زده کړو فرصتونه دي، چې ددی له لارې خلک خپل ټولو استعدادونه پرمخ بیولای شي او په ټولنو کې فعاله توګه برخه اخیستلای شي.
له خپل څو ژبې توب په کار اچولو او لوړ کیفیت ته رسېدو سره، د څوژپې زدې کړې او مخابرې د ویینا ښار د خلکو پرمختلونکی توب پورته کوي. څوژبې توب تنوع، زغمل، او صلح لپاره رسانا دی. ددی لپاره چې موږ د بشپړونې پالیسی او ژبې په منطقه کې هلی ځلې ملاتړ کوو.
ځکه چې تاسې دا متن چې په ویینا کې يې په لازیات استعمال کیدونکی ۲۵ ژبو کې ژباړل شوې ده، ومومئ. موږ غواړو چې دغو ژپې ډیر زیات څرګند او استعمال وړ جوړ کړو. او همدا رنګه غواړو چې ټولو خلکو لپاره چې دلته اوسېږي داسې کار کوو چې زده کړه ترلاسه کولو لپاره لاره هواره شي.
تاسې زموږ کورسونو په اړه په آلمانی او ترکوم ممکنه حده په انګلیسی، ترکي، بوسینایی/ کرویشیایی / صربی ژبوکې هم پر دې ویبپاڼې، www.vhs.at معلومات تر لاسه کولاشي.





